X
تبلیغات
فرشته
فرهنګي، ټولنيز، سياسي او معلوماتي
 کالمونه

د جانولالا تعویذ

احمد فرزان

جانولالا د کجکي د باغران و، ده ترنورو سپین ږیرو په دې سردلود چې یوازي د پیتاوی د خبرو پهلوان نه وبلکی د حکومت په رسمي مجلسونو کي به هم ده د ولسي سپين ږیرو په استازیتوب خبري کولي اوهغه د چاخبره د جرګې او مرکي د سرسړی ګڼل کیده.

لالا چي به کله ښارته راتلی نو زموږ کره به يي واړول، زماد پلارد پخوا اشنای و او چي هرواري به راغلی نو په خندا به يي داهم ویل چي دوی وايي : ملایان يي ورکوي نه غواړي يي، خودادی جانولالا يي بیاد ملایانو پرسترخوان خوري.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در چهارشنبه 1392/01/07  |
 وطندوستي

وطندوستي د ملت جوړوني اساسي رکن دی

احمد فرزان

وطندوستي (Patriotism) او ملت پرستي (Nationalism) په بشپړه توګه دوې متفاوتي پدیدې دي چي اکثرمهال يي توپيرته پام نه کیږي.

وطندوستی یوه انساني غریزه او طبیعي احساس دی مګر ملي ګرايي احساس نه دی بلکي یوه ایډیولوژي ده ، وطن پرستي عاطفه ده او ناسیونالیزم یومذهب ته ورته مکتب دی چي ترمستقل عنوان لاندي به یي وڅیړو


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در دوشنبه 1391/11/30  |
 روزنیزه ارواپوهنه

روزنیزه ارواپوهنه 

(Educational psychology)

لیکوال : احمد فرزان

د لیکلو د پیل نیټه : 2012/20/9

د لیکلوځای: څلرمه ناحیه ، علامه سیدجمال الدین واټ ، خپل کور

کندهارپوهنتون، د ښووني او روزني پوهنځی، د پښتوادبیاتوډیپارټمنټ 

د دوهمو ټولګیو لپاره

عمومي ارواپوهني ته یوه کتنه


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در دوشنبه 1391/11/30  |
 و طندوستی

دوطندوستۍ تقاضاڅه ده ؟

احمد فرزان

هغه وخت چي لا ملاکوچنی وم او عربي صرف ونحو مي لوستل د وطن او له وطن سره د میني په اړه مي لوستي وه خو د نورو طالبانو او ملایانو غوندي زه هم نه په پوهیدم چي وطن څه ته وايي او له وطن سره مینه څه معنی لري، بلکي یوازي مو د عربي جملي د زده کولو لپاره د عربو داجمله پرخوله تکرارول چي : احب وطني

د دې جملي په اصل مفهوم  مي هغه وخت څه نه څه  سد ورسیدی چي د توري تختي او پرچوکۍ ناستو طالبانو ترمنځ ودریدم او پرتخته مي په لویو تورو ولیکل : احب وطني


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در چهارشنبه 1391/11/18  |
 اداري فساد

نه دي د ویلو هغه څه چي مالیدلي دي

احمد فرزان

په یوه دولتی سالون کي چارواکو پریوه خصوصي مجلس وربرابرسوم. هسي خو زه داسي پکښي معلومیدم لکه د آموخته چرګانوترمنځ چي نابلده چرګ ننوتلی وي ، چي هرچا به خوله څه ویلوته جوړه کړه نو یوواربه يي ماته د سترګو ترکونج معناداره وکتل او هغه د چا پرچم د سترګو مشوکه به يي راواچوله.

ښايي د دوی د دې کتنو مطلب به هم داو چي : ته نو څه مه وایه!

په مجلس کي د شورا ځیني  وکیلان، ولسوالان ، ولایتي رئیسان او پولیس ټول حاضرول او چي یوه به خپله اعتراضیه خبره پای ته نه وه رسولي سمدستي به له بلې خوا د بلي یادونه وسوه.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در چهارشنبه 1391/11/18  |
 

                                          هرسورږیری ملاشادګل نه دی 

 احمد فرزان

په ګوړه ګوړه ویلو د چاخوله نه خوږیږې اونه هم هرسورږیری ملاشادګل دی.

د وطن وطن په یادولو موږ هغه وطندوست نه بولو او نه هم هغه د جهاد په یادلو مجاهد ګڼو.

لکه هرښوی مخي ته چي مدني انسان نه سوویلای دغسي هرږیرور ملاصاحب نه سوبللی او نه هم هرټوپکي ته غازي وایو.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در پنجشنبه 1391/10/28  |
 

                                                           د کارسړی

احمد فرزان

 

خوشال بابا وايي :(هرسړی پیدادی خپل خپل کارلره که نه ) او عرب وايي : لکل فن رجال. 

خبره یوه ده او هغه دا چي له هرچا د هرڅه تمه کول ځان خطاایستل دي.

څنګه چي له پښ څخه د ترکاڼۍ تمه نه سي کیدای دغه سي له ډاکټرڅخه د ملايي او له ملاڅخه د انجنیري تمه سمه نه ده .

که د ادب او سیاست ډګرونه بیل وګڼو نو سیاستمدارد وطن د حالي او آني شرائطود سمون ...


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در شنبه 1391/10/23  |
 یوه شپه له ملګروسره

یوه شپه له ملګرو سره 

احمد فرزان 

پښتو ژبه اوادب د دنیا دنورو ملتونود ادب غوندي نه دی چي همیشه له دربارسره جوړراغلی بلکې برعکس اکثراوقات دربارد پښتو ادب د ودي په مقابل دریدلی او د پښتنو د فرهنګي غنا مخي ته يي پنډلونه ایښي دي.

د پښتو ادب په تاریخ کي ډیرلږ مثالونه سته چي ګواکي دربارـ هغه که د پښتنو وي که د مغلو اویا پاړسي وانانوـ دي د پښتوژبي د غنا او پښتو ادب د پراختیا او خپراوي لپاره منظم کارکړی وي بلکي پښتوادب ته لاله اوله ددربارپرځای عامووګړوډیرکارکړی اوپاللی يي دی.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در پنجشنبه 1391/10/07  |
 اوبه او بریښنا

                            د کندهارد ابو او بریښنا په اړه زما وړاندیزونه 

 

احمد فرزان

د لیندۍ پردیارلسمه ولسي جرګې د اوبو او بریښنا وزیرمحمد اسماعیل استیضاح کړاو ددې وزارت پرفعالیتونواو په مکرر ډول د بودیجي د نه مصرف په اړه يي ورڅخه پوښتني درلودې.

تمه خوداوه چي ښايي وزیرصاحب سلب صلاحیت سي ځکه ډيرداسي ټکي وو چي ددې سبب کیدای سوای چي ښاغلی وزیربي کفایته او یاهم ناکاره ثابت سي خو د تیرپه څیرښايي داځل هم د پردې ترشا ، تنظیمي، سمتي، ژبنیواو مالي مسائلو خپل زور ښکاره کړي وي او وزیرصاحب د سپین چرګ غوندي سپين له جرګي ووت.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در پنجشنبه 1391/10/07  |
 

ظالم مي وهي هم مي ژړا ته نه پریږدي

احمد فرزان

له نن څخه شاوخوا پنځه شپیته کاله مخکي د پښتوادب ستوري ګل پاچا الفت (رح) په اتحاد مشرقي اخبارکي د افغان ښځو په اړه له سوزه ډکه یوه لیکنه خپره کړي او د ټولني ددې نیمايي برخي پربې وزلۍ يي اوښکي توی کړي دي .

ارواښاد الفت د غلام حسن خان صافي او یوشمیرنورو هغو ویښو اودردمنو لیکوالو هم ستاینه کړي ي د ښځو د بد ژوند په اړه يي مقالې لیکلي او دهغوی ګونګ او په ستوني کي وچ فریادته يي ژبه ورکړي.

مال کښي د میراث د خویندو برخي چالیدلي دي؟


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در شنبه 1391/10/02  |
 

جهاني صاحب ته د محمد یار د پرانیستي لیک په اړه 

و ګفتارو ته يي مه غړوه سترګي

په کرده په عمل ګوره کس ناکس

لکه یو سیاسي حزب او یا یو حزبي کاندید چي د خلګو رایو او اعتماد ته څونه اړتیالري دغسي د یوه لیکوال ، شاعر او ادیب لپاره هم د خلګو اعتماد ، د عوامو په زړونوکي د ځای پيداکول او په ولس کی د شخصیت جوړول ترهغه لا ډیر مهم دي.

یو سیاسي کیدای سي په لنډ وخت کي د څو ګرمو- ګرمو ویناوو او خوږو خبرو له لاري دخلګو پام خپلي خواته واړوي او دعوامفریبۍ په سحر سره خلګ رام کړي ، همداسي په اسانه سره کیدای سي چي خپل محبوبیت له لاسه هم ورکړي .


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در دوشنبه 1391/08/15  |
 زما خبره ، د نن په ګرداب کي ( د نن خبره ۱)

زما خبره ، د نن په ګرداب کي

احمد فرزان

نن له پرون څخه بیل دی او سبا له نن سره توپیرلري. هره ورځ ځانته رنګ لري او هره ورځ په خپل جلا انداز سره د انسانانو ژوند ته نوی مسیرټاکي. : (کل یوم هو في شان).

د پرون ، نن او سبا تسلسل دی چي د انسانانو ژوند اندازه کوي او همدا د ورځو رنګارنګي د انسانانو په ژوند کي تحول ته لاره ورکوي.:(وتلک الایام نداولها بین الناس)

تغیر او تحول د ژوند ذاتي صفت دی، زمانه رنګ بدلوي او د زمان مظروف هم ورسره نوی رنګ اخلي.  ورځ په ورځ ترقي کوي او تکاملي ګامونه اخلي.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در چهارشنبه 1391/07/19  |
 وطندوستي زموږ د نن اړتیا

وطندوستي زموږ د نن اړتیا

احمد فرزان

افلاطون وايي :(د انسان ژوند په وطن پوري تړلی دی.)، وطن د یوه چا د هویت په ټاکلو کي ترټولو لومړی ځای لري.

د ولسونو او ملتونو تمایزاو تشخص د هغوی د فرهنګ ، ثقافت او تهذیب په تشکل پوري اړه پيداکوي. یوملت ترهغوپوري ځانته جلا وجود او تشخص نسي پيداکولای ترڅو چي ځانته کلتور، تهذیب او مښت ونه لري.

وطن د یوه ولس د فرهنګ او تهذیب جغرافیایي حدود ټاکي او دیوه ولس د مادي او معنوي ثقافت تشکل د هغه ولس په اصلي مقرو ټاټوبي او د پيداکیدو او ژوند په ځای پوري اړه لري.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در سه شنبه 1391/07/18  |
 د کابل محصلینو د اعتراض په اړه

یو پټ غلی احساس دی چي ارام مي نه پریږدي


احمد فرزان

کلونه مخکي د هیواد څو ویښ زلمي، مبارز قلموال او د ملت په درد دردمن سیاستوال  یوه پټ  احساس داسي ناارامه کړي ول چي یوه شیبه يي هم ارام ته نه پریښول او شیبه په شیبه يي حرکت ، مجاهدې او ملي مبارزې ته هڅول.

هغه احساس چي د وطن سره له بيساري مینی زیږیدلی و،  هغه احساس چي له ولس سره د لیونۍ میني له کبله يي څو تنه لیوني کړي ول او هغه احساس چي له پیړیو بیده ولس يي د غفلت له خوبه راویښ کړاو خپل حق ته يي ملتفت کړ.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در یکشنبه 1391/07/09  |
 طلوع افغان

په افغانستان کي لومړنۍ بشپړه پښتوخپرونه ، طلوع افغان

احمد فرزان

که څه هم چې په نني شکل سره د چاپ صنعت په لومړي ځل الماني ګوتنبرک مانیسی په کال ۱۴۵۳ اختراع کړاو په کال ۱۴۵۵ میلادي کي انجیل د نړۍ د ترټولو مخکني چاپي کتاب په حیث په ۶۴۳مخونوکي نشرسواوترهغه وروسته د هومراشعاردي چي په ۱۴۸۸ کال کي خپاره سول.

 خو زموږ په هیواد کي د چاپ صنعت د امیرشیرعلي خان په دورکي د مصطفاوي او شمس النهارد مطابعوله ایجاد څخه پیلیږي.

په افغانستان کي لومړنی چاپي کتاب  د مولانا عبدالرحمن حجه قویه درابطال عقاید وهابیه غویه رساله ده چي د امیرشیرعلي خان په امرپه ۱۲۸۸ هجري قمري کال په ۲۴۰ مخونوکي د مصطفاوي مطبعي له خوا چاپ سو.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در دوشنبه 1391/06/13  |
 زمايي په څه ؟

زمايي په څه ؟

 

 ټولنپوهان وايي انسان اجتماعي حیوان دی، منطقین يي ناطق حیوان بولي او ملایان بیاوايي انسان مدنی الاصله دی.
که لږورته نظرتیره رکړو درې واړه اصطلاحات یوه معنالري.
انسان په اجتماع کي اوسي، یوبل سره داړیکوټینګولواوپوهولولپاره د نطق له قوې کاراخلي او په ذات کي يي د مدنیت یعني همغاړیتوب خټه اخښل سوي ده .
انسان داسي نه دی لکه بې عقله حیوان. انسان هم د خپل نس د مړولوهڅه کوي هم د نورو.
انسان په اجتماع کي اوسي او خپلي چاري يي سره ویشلي دي.
څوک غنم کري، څوک يي اوړه کوي، څوک له پنمبودانوڅخه غوړي باسي او څوک يي بیا له پمبو ټوکران جوړوي، څوک پسونه پیایي څوک يي حلالوي او غوښي يي ویشي.
که هره برخه خواره سي چامعه خواریږي او دانسان ژوند له مشکلاتوسره مخامخ کیږي.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در شنبه 1391/05/21  |
 

دریاضت میاشت

لسمه برخه
د روژي حکمونه ... ادامه
 5- هغه چي روژي ته زيان نه رسوي:


* په سهاركي دجنابت غسل كول :په حديث شريف كي راځي : عن عائشة أن النبي صلى الله عليه وسلم: "كان يدركه الفجر وهو جنب من أهله ثم يغتسل ويصوم" (متفق عليه) .
 

ياني : عايشه رضلي الله عنهاوايي چي پيغمبرصلي الله عليه وسلم به ځيني مهال په شپه كي ورباندي اوښتي  غسل په سهاركي كاوه .
* مسواك وهل :مسواك وهل دپيغمبر صلى الله عليه وسلم له مباركوسنتونوڅخه دي مبارك عليه الصلاة والسلام فرمايي: "لولا أن أشق على أمتي لأمرتهم بالسواك عند كل وضوء " (متفق عليه.)


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در شنبه 1391/05/21  |
 

د ریاضت میاشت

نهمه برخه

دروژي حكمونه :

1- نيت:
دفرضي رژي لپاره نيت فرض دي خودامام ابوحنيفه رحمت الله عليه په مذهب پكښي لازمه نه ده چي دشپي به وي بلكي دزوال ترمخه هم كيداي سي ، څنګه چي داسلام سترلارښودحضت محمد صلي الله عليه وسلم فرمايي : انماالاعمال بالنيات وانمالكل امرءمانوي ... رواه الصحيحين .
ياني :دعملونودارومدارپرنيتونوولاړدى اوهرچاته هه څه رسي چي نيت يي كړي وي.
نيت دزړه قصدته وايي اوپكښي په خوله ويل لازم نه دي ، اوكه چيري نوروته دوريادولوپه موخه په خوله هم وويل سي لاسمه ده .


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در شنبه 1391/05/21  |
 باید څنګه روژه ونیسو؟

د ریاضت میاشت


اتمه برخه

بايد څنګه روژه ولرو؟
 
لوي خداي ته دي بيشميره شكرونه اوحمدونه وي چي درمضان ديوي لسيزي  دروژونيولوتوفيق يي راپه برخه كړ،هغه سترذات چي درمضان دغه دويمي لس ورځي يي دمغفرت ورځي بللي دي اوپه دي ورځوكي يي له بندګانوسره دهغوي دګناهونودبخښي ژمنه كړي ، دهغه پرګران پيغمبردي دروداورحمت وي چي امت ته يي په دغوستروشپوورځوكي دتقوي ، عبادت ، ټولنيزشعورموندلو اودلوي خداي دربارته دلاسونودلپه كولوامركړي اودهغه پرګرانوملګرودي هم رحتونه وي چي هريويي زموږ لپاره دستوري په شان لارښوونكي دي .

درنولوستونكو!
لوي خداي موږ ټول داسلام دسترلارښودحضرت محمد صلي الله عليه وسلم پراطاعت امركړي يو، اوفرمايي چي : اطيعوالله واطيعواالرسول ... دالله اودهغه درسول اطاعت وكړئ .


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در شنبه 1391/05/21  |
 د روژې ګټي

د ریاضت میاشت
اوومه برخه

احمد فرزان

دروژې ګټې
لوي څښتن لره دي حمد اوټولی ستايني وي ، هغه چي پرموږباندي يي درمضان مياشتي روژه فرض كړي اوبيايي توفيق راكړی چی دهغه دغه فرض ترسره کړو،  اودهغه پرګران پيغمبردي دروداورحمت وي چي درمضان مياشتي په شپه كي يي تراويح لمونځ سنت كړي همدارازدهغه پرمباركواصحابانواوتابعينوچي دهغه پرپاكه لاره تللي اوموږ ته يي دهغه سنت رارسولي دي .
درنولوستونکو! الله پاک خوراستراوعظیم ذات دی، دټولوکايناتوپنځونکی اوهستونکی دی ، هغه هیڅ شی ته هم اړتیانلری ، بلکی ټول هغه ته اړدی ، هغه دټولوخالق دی اوټول دهغه دمخلوق ، هغه دټولوهستونکی اونابودونکی دی خودهغه سترذات همیشنی اوتلپاتی دی.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در سه شنبه 1391/05/10  |
 

ښاروال لیونی سو!


احمد فرزان
زوړ ښاروال که به مړوي خدای دې وبخښي او که به ژوندی وي نو خدای دې مل سي ، هغه د چاخبره هرځای چې وي زموږ یاردی.
ژوندی دي وي ، دورې دي وي.
هغه په بخت خورا زورور وو، دواړي يي سمي وې ، هم حکومت نازاوه او هم ښاري وکیلانو اوږه پراوږه ګرځاوه .
داسي ښارواکي دیرکم پیداکیږي چي هغه د چاپرچم هم خدای ولري او هم خرما .
خو هغه داسي وو، هم يي د خپلو مافوق چورواکو جیبونه ډک کړي و ، هم يي دنس حق پرځان نه و پري ایښی او هم يي د ښاري وکیلانوخولې خوږې ساتلي وې.
معزول ښارواک صاحب فضیلت مآب سلامت خان په قوم برابرزی و او همدغه پراخ قومی نفوذ وو چي د بخت ستوری يي ورځلولی او د ښارواکۍ ترمعراجه رارسیدلی وو.
سلامت خان په یوه کال کی زموږ د ښارشپږم ښاروال وو خو هغه ځکه ترډیره پردې چوکۍ سریښ پاته سو چي د ناحیود مشرانو او نورو قومی سپاه سالارانوپراخ ملاتړیي له ځان سره درلود.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در یکشنبه 1391/05/08  |
 د ریاضت میاشت _ پنځمه برخه

د ریاضت میاشت


پنځمه برخه
احمد فرزان
درمضان روژه اوحكم يي

رمضان المبارك دهجري قمري كال دمياشتوله ډلي څخه ديوي هغي نوم دي چي لوي څښتن پكښي پرمسلمانانودورځي روژه فرض كړي .
لوي خداي (ج) فرمايي :
{ أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ وَأَن تَصُومُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ } (184) سورة البقرة
 )رمضان)څوشميرلي ورځي دي ، نوكه په تاسوكي څوك ناروغ وي اوياپه سفركي وي ، بيادي په دي شميرنوري ورځي روژه ونيسي ، اوهغه كسان چي د(زيات عمر) له امله روژه نسي نيولاي نودي ومسكين ته دډوډۍ په وركړه سره دروژي فديه وركړي ، اوكه چيري په ښيګڼه كي بالابدوالي وكړي نوډيرښه دي اوكه روژه ونيسئ نوبياستاسولپاره بيخي ښه ده كه  چيري تاسوورباندي پوهيږئ .


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در شنبه 1391/05/07  |
 د ریاضت میاشت _ څلرمه برخه

د ریاضت میاشت

څلرمه برخه

درمضان مياشتي ځانګړتياوي اوپكښي  زموږدندي
 
دلوي خداي په سپيڅلي نامه، هغه چي ښكلي كائنات يي پنځولي او دټول عالم خالق اوپالونكى دى، لوي څښتن لره دي حمد اوستايني وي ، هغسي چي دهغه له سترشان اولوي ذات سره ښايي ، هغه چي پرموږباندي يي درمضان مياشتي روژه فرض كړي اودهغه پرګران پيغمبردي دروداورحمت وي چي درمضان مياشتي په شپه كي يي تراويح لمونځ سنت كړي همدارازدهغه پرمباركواصحابانواوتابعينوچي دهغه پرپاكه لاره تللي اوموږ ته يي دهغه سنت رارسولي دي .

ښايي هيڅ مسلمان  درمضان مياشتي له فضيلت ، بركت اوسترتوب  څخه بي خبره نه وي ، ځكه رمضان درحمت مغفرت اوله اوره دازادۍ مياشت ده ، داسي يوه مياشت ده چي دلوي څښتن (ج) له لوري پكښي زرګونه بندګان له اوره خلاصون مومي ، ددوزخونو دروازي تړل كيږي، لوي شيطانان په زنځيرونوبنديږي  اودخداي درحمت دروازي پكښي پرانيستي پاتيږي .


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در پنجشنبه 1391/05/05  |
 د ریاضت میاشت ( دریمه برخه)
د ریاضت میاشت
دریمه برخه
احمد (فرزان)
 

روژه اودالله ياد(ذكر)
 
داسلام سترلارښود صلي الله عليه  وسلم په خپله خطبه كي دالله دياد اوله الله پاك سره دخبرو كولواورازونياز يادونه كړي اوفرمايلي يي چې تاسوتربل هروخت زيات په روژه كي خپل څښتن ډيريادوئ .
ياد دمحبت نښه ده ، محبت اوعشق دى چې دعاشق زړه دمعشوق په ياد تازه ساتي ، عاشق ځان هيروي خومعشوق يي له ياده نه وزي ، تل يي پرزړه وي او دژبي سريي هم هميشه دهغه په صفت لوند وي .
الله پاك چې دهستۍ اونيستۍ خالق دي ، له وجوده نيولي ټول موجود ښكلي اوښكلاګاني يي پنځولي اودعدم په شمول يي ټولي نيستۍ دهستۍ له ډګره ايستلي ، همدغه سترذات ترټولو ښكلى ، توانا، عالم اولورييونكي دي اوهمدغه ذات دي چې عقول اوذوي العقول يي پرزړه ساتي اودعشق له ځواكه وتلي ياد يي تل پرزړه اوخوله لري .


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در چهارشنبه 1391/05/04  |
 د ریاضت میاشت ( دویمه برخه)


د ریاضت میاشت

دویمه برخه



احمد (فرزان)
 
دروژي د راتگ په اړه د اسلام د سترلارښود بیانیه
لوي څښتن فرمايي :
« شهر رمضان الذي أنزل فيه القرآن هدی للناس و بینات من الهدی و الفرقان »
درمضان په مياشت كي قران نازل سوى، هغسي قران چي دخلګولپاره لارښوددى اودلارښووني پوره دلائل اودحق اوباطل ترمنځ ښه بيلونكي دى .
كله چي دروژي مباركه مياشت رانيژدي سول داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم) يي دهركلي په ډول مسلمانانوته داسي وفرمائل : ( أیها الناس انه قد أقبل علیکم شهر الله تعالی بالبرکة و الرحمة و المغفرة شهر هو عند الله أفضل الشهور و أیامه أفضل الأیام و لیالیه أفضل اللیالی و ساعاته أفضل الساعات .. أیها الناس ان أبواب الجنان فی هذا الشهر مفتحة فاسئلوا الله أن لایغلقها علیکم .. واسئلوا الله بنیات صادقة و قلوب طاهرة أن یوفقکم لصیامه و تلاوة کتابه ) .


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در دوشنبه 1391/05/02  |
 اداري فساد

اداري فساد

احمد فرزان

فساد د اصلاح ضد کلمه ده ، چې لغوي مفهوم يي خرابوالی او وروستوالی دی.
که څه هم فساد له آره عربي کلمه ده خو په پښتوکي يي عوام او خواص دواړه کاروي.
عرب وايي فسد الحلوی ، یعني حلوا ورسته (د لومړي توري په سکون او د دوهم په زورچي خج پرماقبل الاخرراسي ) سوې ده دلته فساد لازمي فعل دی ، خو په متعدي مفهوم يي هم عرب کاروي، وايي افسد المصلی، یعني مسله يي مرداره کړه او یاوايي افسد العمل ، یعني کاريي خراب کړی.
پښتانه فاسد سړی هغه چاته وايي چې د ټولني د عمومي روال او عام رونق سره برابرنه وي.
غله ته هم فاسد سړی وايي ، زناکاره ته هم او د اشخاصو، قومونو، او یا کلیوترمنځ تفرقه او نفاق اچونکي ته هم فاسد وایي.
د فساد ریښه ، د فساد سرچینه، مفسد ، له فساده ډک او...هغه اصطلاحات دي چي موږ يي په خپلو ورځنیو خبرواترو یوله بله اورو.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در یکشنبه 1391/05/01  |
 
د ریاضت میاشت
لومړۍ برخه
لیکوال : احمد (فرزان)
ټیلیفون شمېره : 0700335390
بریښنالیک پټه : farzan.ltf@gmail.com
 
عبادت
ليس البران تولوا وجوهكم قبل المشرق و المغرب ولكن البرمن آمن بالله واليوم الاخروالملائكة والكتاب والنبيين واتي المال علي حبه ذوي القربي واليتامي والمساكين وابن السبيل والسائلين وفي الرقاب واقام الصلاة واتي الزكاة والموفون بعهدهم اذا عاهدوا والصابرين في الباساء والضراء وحين الباس اولئك الذين صدقوا واولئك هم المتقون .  صدق الله
وقال رسوله:
ليس الايمان بالتمني ولابالتحلي ، ولكن هوماوقرفي القلب وصدقه العمل .
صدق رسول الله


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در شنبه 1391/04/31  |
 سقراط او قانون
سقراط او قانون

د پخواني یونان قانون پرسقراط واری پیداکړاود بشرداستردانشمند یي د زندان ترتمبوشاته وتاړه.
د شپي په تپه تیاره کي يي شاګردان ورغلل اوورته يي وویل:
 درځه! موږمود تیښتي لارموندلې ده.
سقراط ویل : نه ، پرهوښیارانوباندي ځان ترقانون نه وي ګران.
هوښیاران د ځان د خلاصولو لپاره د قانون لاسونه نه ماتوي.
زه قانون ترخپل ځان ، خپلي پوهي اوخپل عزت مافوق ګڼم اوداهرڅه د قانون پوروړي بولم.
زه د قانون د دي پوښتني ځواب نه لرم چي ووایي: اې سقراطه !
ستاموراوپلارزماپه سیوري کي یوله بله سره ازداواج کړی او ته يي پیداکړی یي، زما په حکم يي ستاروزنه کړي ، غټ کړی او پوهولي یی ، زماسایه وه چي ته پکښی فیلسوف سوي ، تدریس دي وکړاو د شهرت اوعزت خاوند سوې.
په ټولنه کي ارام، مطمئمن او باوقاره ژوند زماله برکته ستاپه نصیب دی نو بیاولي زماحق ترپښولاندي کوي؟
نن چي زما یوحکم ستاله ګټي سره ضد واقع سو هغه دي ونه مانه او زه دي د ټولوپه مخ کي خوارکړم.
اخرولي؟
ایاته نه پوهیږي چي که زه نه وای نو نه به ته وای اونه به هم ستاپوهه او دانش؟
ته نه پوهیږي چي د ټولني نظم و نسق زماد وجود ثمره ده ؟
ایا ته زماپه خوارولو سره د ظلم ، غلاو ، وژنو سپکولواو بي عدالتبیودروازه خلاصوي؟

|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در شنبه 1391/04/31  |
 زما يي په څه؟
زمايي په څه ؟

 ټولنپوهان وايي انسان اجتماعي حیوان دی، منطقین يي ناطق حیوان بولي او ملایان بیاوايي انسان مدنی الاصله دی.
که لږورته نظرتیره رکړو درې واړه اصطلاحات یوه معنالري.
انسان په اجتماع کي اوسي، یوبل سره داړیکوټینګولواوپوهولولپاره د نطق له قوې کاراخلي او په ذات کي يي د مدنیت یعني همغاړیتوب خټه اخښل سوي ده .
انسان داسي نه دی لکه بې عقله حیوان.
انسان هم د خپل نس د مړولوهڅه کوي هم د نورو.
انسان په اجتماع کي اوسي او خپلي چاريي سره ویشلي دي.
څوک غنم کري، څوک يي اوړه کوي، څوک له پنمبودانوڅخه غوړي باسي او څوک بیاورڅخه ټوکران جوړوي، څوک پسونه پیایي څوک يي حلالوي او غوښي يي ویشي.
که هره برخه خواره سي چامعه خواریږي او دانسان ژوند له مشکلاتوسره مخامخ کیږي.
که دیوي کوڅي بريښناقطع سي او یاد یوه محل د پاکو اوبونل سوری سي، او یایي په کلي يي کثافات جمع سي نوټول متضررکیږي او دټولو دنده چي جل حلا لاره ورته راوباسي.لږترلږه داخوپرټولوپورده چي د ښاروالۍ دانجمن لپاره له خپله محله اهل، پاک او کارنده سړي ته رایه ورکړي ترڅوضرورتونه يي وررفع کړي.
ترڅوچي اجتماعي حص ژوندی وي ، څوک نسي ویلای : زمايي په څه ؟
شیخ سعدي وايي:
بنی ادم اعضای یکدیګرند ـــ که درافرینش زیک ګوهرند
چوعضوبه درد آورد روزګارـــ دګرعضورهارانماند قرار
توکزمحنت دیګران بي غمي ــــ نشاید که نامت دهند آدمي

|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در شنبه 1391/04/31  |
 د یموکراسي
د موکراسي

دموکراسي ته په پښتوکي ولسواکي وايي او ولسواکي داده چي ولس پخپله پرخپل خان واکمن وي.
دموکراسي د دیکتاتوري ضد ده ځکه هلته قدرت ، د یوه شخص ، څواشخاصواو یوه ګروپ په انحصارکي وي او دلته واک او ځواک پرټولوویشلی وي.
په دموکراسي کي د حکومت مفهوم دادی چي ولس د خپلو چارو د سمبالښت لپاره له خپله منځه څوتنه د معاش په مقابل کي په کارګماري او نورخپل خپل عادي ژوند او معیشت ته دوام ورکوي.
ولي په دکتاتوري کي برعکس یویاڅوتنه ، خواسته یاناخواسته د ولس دامورو متولیان وي او دقدرت واګي يي پخپلو لاسونوکي ټنګي نیولي وي.
دلته دحکومت اراکین، چارواکي ، حاکمان او واکمان بولي اوهلته له مشره نیولي ترکشره مامور، دولس خادم اوکاریګربلل کیږي.
پخوادیکتاتوري دره وه او اوس ولسواکي.
د اونسي دنیایوشمیرولسونه اوس د بشپړي دموکراسي لرونکي دي او د ولسواکونظامونومزایاڅکي او یوشمیرنوربیاد نیمه دوکمراتیکونظامونوپه درلودلوسره د منزل مقصود پرلورپه حرکت کي دي.
خوسته داسي ولسونه چي لاهم د استبداد ، استعماراو استثمارترتوروتمبوشاته داسارت ژوند تیروي.
کوم ولسونه چي د علم په ډګرکي مخ پرترقۍ روان دي او د نوي عصرله ارتباطي وسائلوڅخه په استفاده يي ترخپل او خپل وبل ترمنځ اړیکي جوړي کړي دولسي انقلابونوخوراډيرچانس لري.
په اوسني دورکي خلک د زړو وراسته سویو نظامونوضد دی او د نویو نظامونولپاره هاند او هڅي کوي.
اوس د ولسونودنیکمرغۍ معیاربدل سوی دی ، اوس هغه ولس نیکمرغه ګڼل کیږي چي پرخپل سرنویشت په خپله حاکم وي.
هغه چي حکومت د خلګو له منځه د خلګوپه خوښه د خلګو لپاره کارکوي او قوانین د کاغذ پرځای پرمځکه نافذ وي.

|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در شنبه 1391/04/31  |
 پاسټور او چنګیز
پاسټوراوچنګیز

انسان پاسټورهم کیدای سي چي د مکروب یاویروس په کشف سره يي په ملیونونوانسان وژغورل او چنګیزهم چې زرګونه پوهان يي د مرګ ترکومي تیرکړل.
انسان حیوان نه دی چي د ماشین غوندي یوازي د یوه خصلت په لرلوسره پریوه لاره روان وي.
کوتره د ټپوس خصلت نسي خپلولای او ټپوس د بازپه څیرنسي کیدلای، هوسۍ د لیوه په شان نه ده او لیوه بیاد پسونوسره نسي جوړیدای.
اما انسان هم لیویه کیدای سي او هم خوارپسه.
کله مو لیدلي چي یوه شرموښ بل شرموښ څیرلی او یایوې هوسۍ خپلي هوسیاني ښیرازه کړي وي؟
نه
اما انسان؟
زرګونه انسان وژلی هم سي او د زرګونو د ژوند سمولوتوان هم ورسره دی.
هم پاسټورکیدای سي او هم چنګیز!
او س نو تاسوووایاست انسان ښه دی اوکه حیوان ؟

|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در شنبه 1391/04/31  |
 تفکیک قوا
تفکیک قوا
احمد فرزان
تفکیک د عربي ژبي د تفعیل د باب مصدر دی چې لغوی مفهوم يي یوله بله جلاکول دي او قوا د قوي جمع ده چي معنا يي قوتونه یاځواکونه دي.
په ولسواکونظامونوکي قدرت ، واک او قوت په یوه شخص ، څواشخاصواو یایوه ډله پوري منحصرنه وي بلکي هلته د قدرت مراجع متعدد دي چي یوله بل سره د منطقي دور په څیرتعلق لري.
قوای ثلاثه یادري ګوني قوې د نظام اساس تشکیلوي چي یوه هم مطلقیت نه لري.
په ولسواکي کي دواک اصلي مرجع ولس دی او په حقیقت کي د نظام دري ګوني ارکان هم د ولس له متن څخه تشکل مومي.
خلک له خپله منځه څوتنه ټاکي، هغوی سره جرګه کیږي اوپه ګډه قوانین جوړوي چي باالترتیب ورته ولسي استازي او ولسي شورا وايي.
ولس د خپلو چارو دتنظیم او دامورو د اجرا لپاره اجرائیه ټیم ته اړتیالري چي پخپله يي خلک په مستقیم او یاغیرمستقیم ډول ټاکي او هغوی د قوانینوپه رڼاکي خپلي چاري تنظیموي او ولس ته په مختلفو سکتورونوکي خدمات وړاندي کوي.
....


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در شنبه 1391/04/31  |
 جهل مرکب
جهل مرکب
د منطقو پوهان لکه چې علم پرحضوري ، حصولي ، قدیم او حادث ویشي دغسي جهل هم بسیط او مرکب ته تقسیموي.
بسیط یا بي جزء او تعدده جهل دې ته وايي چي څوک په یوشي نه پوهیږي او دی هم پوهیږي چي نه پوهیږي.
مرکب یاغبرګ جهل دادی چي نه خوڅوک پوهیږي اونه هم په دي پوهیږي چي ګواکي  نه پوهیږي.
موږ ډیری په دغه دوهمه ناجوړي اخته یو.
په یوشي باندي نه پوهیدل دونه عیب نه دی لکه په دي نه پوهیدل چي ګواکي نه پوهیږي.
ضروري نه ده چي څوک دي په دنیاکي په هرڅه علم ولري ، خو البته داضروري ده چي څوک پرخپل نفسي حالاتو، علم او جهل علم ولري.
د فقهي د ملاصاحب لپاره ښايي  د منطقو په یوه قضیه باندي نه پوهیدل دونه بد ونه ایسي لکه دا چي دی پرهرڅه باندي پرخپلي پوهي اصراروکړي.
د طب له یوه ډاکټرڅخه یوازي دا تقاضاکیږي چي باید ښه ډاکټروي ، که دي ښه منیجرنه وي بده نه ده اما دا بیاډیره بده ده چي دی ځانته ښه منیجرووايي حال دا چي  مدیریت يي ضعیفه وي.
ولي باید موږ هریو عقل کل واوسو؟ ولي باید ارو مرو خپلوځانونوته د جامع الکمالات لقب ورکړو؟ ولي په هره کاسه کي سرغوټه کوو؟
که د اقتصاد  استاد په یوه  ټلویزیون کي د اقتصادي مسائلوپه باب ږغیږي هرڅوک يي پرخبره غوږنیسي خو که په نظامي چاروکي هرڅونه په قاف او لام هم ګډ سي سپک ایسي.
ځکه پوهانو ویلي:  (نه پوهیږم ) پخپله پوهه ده .

|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در شنبه 1391/04/31  |
 د ښوونځیو تړل، د ملي شعور ختمول
تیري اونۍ یوه عجیب خو زړه خوږونکي خبر د رسنیو د سرټکی جوړ کړی و . په غزني کي وسلوالو طالبانو د بې نمبر پلیټه موټرسایکلونو د ګرځ بندیز پرضد د شاوخوا پنځوسو ښوونځیو دروازې وتړلې.

عجیب په دې چې د موټرسایکل او ښونځي ترمنځ اړیکه څه ده ؟ او زړه خوږونکی په دې چې بې موجبه د زرګونو معصومو ماشومانو پرمخ د تعلیم او تربيې دروازې وتړل سوې.

تردې یوازي څو ورځي وړاندي تردې هم زړه بوږنونکي خبرمي زړه درزولی و او هغه دا چې د هیواد په شمال کي د یوه ښوونځي ۱۵۰ تنې معصومي زده کونکي په دې ګناه مسمومي سوې وې چې ولي زده کړه کوي.

په دې اړه مي لا سم فکرنه و سره راټول کړی چي بل خبرمي واورید (د خيبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان سيمه کي د هلکانو يو ښوونځی په چاودېدونکو توکو والوزول سو).

زموږ په هیواد او بالخصوص په پښتني میشتوسیموکي په لوی لاس دښووني اوروزني مخه ډب کول ترشا یوه ستره دسیسه لري، ظاهرا ټوپک په لاس نالوستی، احساساتي اودپردیوله خواتیرایستل سوی ځوان دی چې ....


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در یکشنبه 1391/02/10  |
 یوه پروژه څوګوني ګټي

بالاخر افغانستان او پاکستان له هند سره د دې هیوادونو څخه د تیریدونکي ګازي نللیکي د حق العبور پر نرخ سره سلا سول او پاکستان به هم د افغانستان په څیر د ګازو د واحد (million British Thermal Unit) پر سر ۴۹ سینټه اخلي. که څه هم چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لاري هند ته د ګازو د غځیدونکي نلليکې پرسر لا وړاندي هو کړه سوې وه خو د ټرانزیټ د محصول په اړه لا اختلافات پرځای پاته ول.

افغانستان په لومړي سر کي د هر MMBTU(million British Thermal Unit) په وړاندې د ۵۴ سنټه ترانزیتي محصول غوښتنه درلوده، خو د هند له لوري د کمښت له مکررو غوښتنو وروسته افغانستان د خپل محصول اندازه پنځوس سینټو ته راټیټه کړه، ولي بیاهم هند ونه منل او یوازي يي د ۴۷ سینټو وړاندیز وکړ، چي دا دی بالاخر پر۴۹ سینټو موافقه رامنځته سول.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در چهارشنبه 1391/02/06  |
 

یوه پروژه څوګوني ګټي 

احمد فرزان / کندهار

بالاخر افغانستان او پاکستان له هند سره د دې هیوادونو څخه د تیریدونکي ګازي نللیکي د حق العبور پر نرخ سره سلا سول او پاکستان به هم د افغانستان په څیر د ګازو د واحد (million British Thermal Unit) پر سر ۴۹ سینټه اخلي. که څه هم چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لاري هند ته د ګازو د غځیدونکي نلليکې پرسر لا وړاندي هو کړه سوې وه خو د ټرانزیټ د محصول په اړه لا اختلافات پرځای پاته ول.

افغانستان په لومړي سر کي د هر MMBTU(million British Thermal Unit) په وړاندې د ۵۴ سنټه ترانزیتي محصول غوښتنه درلوده، خو د هند له لوري د کمښت له مکررو غوښتنو وروسته افغانستان د خپل محصول اندازه پنځوس سینټو ته راټیټه کړه، ولي بیاهم هند ونه منل او یوازي يي د ۴۷ سینټو وړاندیز وکړ، چي دا دی بالاخر پر۴۹ سینټو موافقه رامنځته سول.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در چهارشنبه 1391/02/06  |
 د جامعى ىه تحول کى د خلکو رول

د جامعي په تحول کي د خلکو رول

(د کښته والي احساس، حرکت او مسئولیت منل د ټولني د ارتقاعامل ګرځي

او

پرماضي افخار،د تصادف انتظاراو پراشرافو تکیه ټولنه په انحطاط کي ساتي)

د لیکلو ځای : کندهار، څلرمه ناحیه ، خپل کور

د لیکلونیټه : ۱۳۸۹،

 یوه لنډه یادونه :

 د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو د ۹۱ یمي کلیزي په مناسبت یوي ادبي غونډي ته وربلل سوی وم.

په غونډه کي چارواکود هیواد د پخوانۍ ګټلي خپلواکۍ پرستاینه خبري وکړي او یوـ دوو نورو ترغاښ لاندي اوسنیوشرائطوته اشاري وکړي.

ماله ځان سره جوړه کړی وه چي که ئي د خطابه میزته وبللم نو له موجوده حالته څخه د ټولني په ایستلوکي به دخلکوپررول ږغیزم ، خولکه چي زماځای نه و ، خبروته ونه غوښتل سوم دادی خپلي خبري ستاسو سره  د لیک له لاري شریکوم.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در چهارشنبه 1389/12/11  |
 کار او اهل کار

کار او اهل کار

د لیکلو ځای : کندهار

د لیکلو نیټه : ۲۰۱۰،۰۸،۲۳

د انساني ژوندانه بقا او د مادي دنیا چلاو پرکارولاړدی ، که کارنه وي نو دانسان تحرک او حیوانیت مانانه لري او د دنیا تکامل به  بیا له کومه وی؟

زماپه عقیده ژوند پخپله د تحرک په مانادی ،چي له اشتیاق څخه زیږي او پرکارانجام ته رسي.

که حیوان د یوشي شوق پیدانه کړي نو حرکت نه کوي ، چي حرکت ونه سو کارنه انجامیږي او چي کارونه سو نوژوند خپل مفهوم له لاسه ورکوي چي بیانوحیوان هم د جماد غوندي راکد، ساکن او وچ پاتیږي.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در یکشنبه 1389/12/01  |
 زموږ چارواکی

زموږ چارواکی

د لیکلو ځای : کندهار

د لیکلونیټه : ۱۳۸۹،۶،۲

زموږ چاواکی ، دپخوانوغوندي نه دی چي عمريي په مطالعه خوړلی ، مغزیي په ډیرو درسونوخراب سوی او د ډیرو ماموریتونو له لاسه یي سترګي پیکه سوي.
زموږ چارواکی خورا غوښن، د بشاش صورت خاوند، د بکرفکرلرونکی ، تازه دماغه ځوان دی .

ده په کوم خاص فن کی زده کړي نه دي کړي ، کوم خاص تخصص هم نه لري اوپه دولتي اداراتوکي د زړه خوړلي تجربي خاوند هم نه دی ، خو بیاترچاکم هم نه دی.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در یکشنبه 1389/12/01  |
 دا زندان دی دماتیدو دی

دا زندان د ماتیدو دی

احمد فرزان

نسم ووې د ګل غوږ کي بدل سو دیارانې رنګ

غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رنګ

                                                                   فاضل استاد بینوا

زمانه لګیاده خپل رنګ بدلوي .

د اسارت قفسونه ماتیږي او د ازاد ژوندانه تازه هوا را الوتي.

د اختناق زاړه قفسونه او زنګ وهلي پنجرې په ماتیدو دي او د ازاد طبیعت ازاد مارغان یوځل بیا د ازادۍ لپاره وزرونه ترپوي.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در یکشنبه 1389/12/01  |
 شپاړلسمه تقنیني دوره

شپاړلسمه تقنیني دوره

احمد فرزان

له لویه سره شپاړلسمه او د لوییځ شمال راوړې  دویمه تقنیني دوره پیل سوه .

ملي شوراخپل دواړه مجلسونه پرانستل اودملت کوریوځل بیاخپلواوپردو پرسرواخیست.

په دواړو مجلسینوکي تغیرراغلی ، ډیری پخواني وکیلان پرکورکښینستل اوځینويي هم له دوهموپاسپورټونوڅخه دوړي پوه کړي اوځانونه یي ترځایه ورسول.

یوشمیرنورنوي کسان شوراته راغلل ، په دوی کی داسي کسان هم سته چي تازه له بهره راغلي اودوکالت پرچوکۍ دناستي خدمت ته یي زړه سوی او ځانونه یي رامسافرکړي دي.

دپخوانۍ کابیني دانه مانه وزیران هم پکښي ترسترګوکیږي چی یاخودپخواني پارلمان دعدم اعتماد


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در چهارشنبه 1389/11/20  |
 حب الوطن من الایمان

حب الوطن من الایمان

وطندوستي اوملتپالنه د ملتونویوه مرحله یی اوحالی اړتیاده چی دنړۍ اوسنی ډیرپرمختللي ملتونه هم له دي مرحلي تیرسوي دي.

دملي دولتونواساس پرملي غورځنګونوولاړدی اوملي غورځنګونه دملي شعور، ملتپالوولولواوهیوادنیواحساساتوڅخه په وجودراځي.

دمثال په توګه : د ۱۸۸۰ـ۱۹۱۴ میلادی کلونو ترمنځ چي په نړۍ کي کوم بدلونونوراغلل په ترڅ کی يی هرملت د ځانواکۍ او ځانله د هیواد جوړولو حق وموند، چي ملتپاله خوځښتونه رامنځته سول اوکوچنیوکوچنیوملي دولتونوتشکیل وموند.

دامرحله که په اسیااوافریقاکي پرولسونو راغلي نو په اروپاکي هم ملتونو دامرحله تیره کړي ده، او د وطندوستي حس او ملتپاله ولولو اوسني پرمختللی دوران ته رسولي دي.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در سه شنبه 1389/11/19  |
 د سلمان تاثیروژنه د خلکو حاکم ګوند ته بل سخت ګزار

د سلمان تاثیروژنه د خلکو حاکم ګوند ته بل سخت ګزار

د روان کال د جنورۍ پردریمه نیټه د پاکستان د خلکو ګوند غړی او دپنجاب ایالت والي سلمان تاثیردخپل یوه ساتونکي له خوا دایف سیکس سیکټرپه کوهسارمارکیټ کي په دي دلیل ووژل سو چي ګوندي نوموړي د ناموس رسالت داوسني مافذ قانون سره مخالف و او په دي قانون کي یي ترمیم غوښتی.

سلمان تاثیردپاکستان د حاکم دخلګو ګوند (ppp) سابقه داره غړی و چي څه باني څلویښت کاله مخکي يي د ذوالفقارعلي بوټو ترمشرۍ لاندي د پاکستان د پیپلزپارټۍ کي سیاسی فعالیت پیل کړی او تراوسه ددي ګوند یو فعاله مبارزو.

تاثیرداوسني پاکستان دڅلورو ایالتونو(صوبو) له ترټولو اباد او تقیریباواکمن ایالت پنجاب سرهتعلق درلود او دپنجاب په مرکزيښارلاهورکي دخوراشتمن کس په توګه پیژندل کیده .


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در دوشنبه 1389/11/18  |
 له ایران سره باید جدي دیپلوماتیکي برخورد وسي

له ایران سره باید جدي دیپلوماتیکي برخورد وسي

په داسي حال کي چي افغان حکومت یوځل بیااعلان وکړ چي له ایران سره یي دتیلو معضله حل کړي ده ، خو په کابل کي دایران سفیر له یوه ایراني اژانس سره په مرکه کي ګواښ کړی چي که افغان حکومت ددوی پرضد لاریون کونکي ونه نیسي نو دوی به تیل پري نږدي.

په کابل کې له څو اونيو راهيسې د ايران پر ضد د افغان سوداګرو د تيلي ټانکرونو د ايسارولو او د افغان کډوالو د وژلو ، اعدامولو او ځورولو له امله لاريونونه کېږي ، چې همداتیره اونۍ سلګونه کسان د ايران د سفارت مخې ته راغونډ سوي ول ، د ايران سفارت يې په ډبرو او هګيو وويشت او سره رنګونه يې ور وشيندل .

په کابل کې د ايران سفير فداحسين مالکي د ايران خبري اژانس ارنا ته ويلي افغان چارواکو په يوه ټلفوني تماس کې ددغو لاريونونو له امله خواشيني ښوولې ده .


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در دوشنبه 1389/11/18  |
 هرسحرسترګي دګل په اوښکوډکي

هرسحرسترګي دګل په اوښکوډکي

په داباغ کي بي ژړلو خندانسته

                                            عبدالقادرخان خټک

ولي به لا د دي باغ د ګلو سترګي په اوښکونه وي لندي.

په دي باغ کي خو هرسهارد ګل دمیني په جرم د بلبل قتل کیږي.

هرسهارددي ګلشن د بلبلانوژبي پري کیږي

نور...


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در دوشنبه 1389/11/18  |
 دايي اوله ده اخره به یي څنګه وي؟

دايي اوله ده اخره به یي څنګه وي؟

ورځي دي تیریږي ، افغانان منتظردي چي نوې ولسي شورا خپل اداري پلاوی وټاکي خو داسي ښکاري چي د مشرتوب پرسرجنجالونه او ناندرۍ لا کړکیچن حالت غوره کړی.

دوي اونۍ وسوي چی خلک له ملي ټلویزیون څخه د خپلي ملي شورا په انګړکي خپل تازه  نفسه وکیلان ننداره کوي خو هغوی لاواردمخه د سوکانواو ښکنځلو جګړه پیل کړي .

دا چې د نوې پارلمان برخلیک له دې دومره ناندریو او جنجالونو سره کومې خواته بیول کیږي، په اړه یی  کره وړاندوینه ګرانه ده خو څه چي واضح دي دادي چي هره راتلونکې ورځ تر تېرې هغې لا بې برخلیکه پای ته رسي.

نور...


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در دوشنبه 1389/11/18  |
 اوباما او دنوبل دسولي جايزه

امريكا+اوباما+ د نوبل دسولي جايزه_ جنګ = صفر

احمد (فرزان)

له تمي خلاف د ۲۰۰۹ كال د نوبل دسولي جايزه ،۴۴ امريكايي ولسمشرافریقاء ی الاصله تورپوستی ۴۷کلن باراک حسين اوباما (barrack Hussein Obama)  ته وركړل سوه ، هغه چې څومياشتي كيږي د چينج په شعارسره يي د ډبلیوبوش په مشرۍ د جمهوري غوښتونکو دولسمشرۍ دوې پرلپسې دورې پایته ورسولي .

اوباما چې په امریکادننه یې دطبقاتي تساوی ، بشري خواخوږۍ اومثبت بدلون شعارله ځان سره ګرځوي ځکه دامریکا اونړۍ په کچه دپراخ محبوبیت وړوګرځید چې د بوش حکومت ته یې دپای ټکی کښیښود ، هغه بوش چې  دامریکا ترټولوناخوښه ولسمشر، جګړه مار او غاصب ګڼل کیده.

بوش دخپل حکومت پرمهال پرعراق بریدوکړ، اوه نیم ملیون عراقيان يې مړه ، ټپی اوکډوال کړل ، په افغانستان اوسیمه کي یې دتروریزم سره دناانډولې ، نامناسبې اوناپایه مبارزې په نوم پراخه جګړه پیل کړه ، پرشمالي کوریا، ایران، سوریې اوفلسطیني حماس یې اقتصادی بندیزونه پراخ کړل اودمنځني ختیځ په کشاله کي یې دبشردښمنه اسرائیلومرستي ته ملاوتړل اوداټول هغه څه وچې په نړۍ کي یې امریکادیوه یرغلګر، بدمعاش اوتیري کوونکې هیوادپه توګه معرفي کړل.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در چهارشنبه 1388/07/22  |
 افغان ښوونكي

                            دمعلم نړيواله  ورځ ، دافغان ښوونكووضعيت او دزده كړي اړتيا

احمد (فرزان)

دميزان (تلې) ۱۳ د معلم نړيواله ورځ ده چې  له څو كلونو راهيسې د نورې نړۍ تر څنګ زموږ په هېواد كې هم لمانځل كېږي.

افغان ښوونكي داسي مهال د ښوونكو سږنۍ نړيواله  ورځ  نمانځي چې لا هم له ډېرو ستونزو او ځورونو سره مخ دي.

كه څه هم چې اوس د ټول هېواد په كچه له څه باندې۱۵۰ زرو تنو ښوونكو څخه يې يوازې۶۰ زره تنو دوولسم ټولګى ويلى او پاتې نورو يې لا د بكلوريا تر كچې زده كړې نه دي كړې خو چارواكي وايي د ښوونكو د ستونزو د اواري تر څنګ به يې شمېر هم لوړ كړي.

يونسكو وايي، ټاکلې ده  تر۲۰۱۰ كال پورې به په افغانستان كې د زده كوونكو شمېره لس ميليونو ته لوړه شي، د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ استازي اډوارډ اډرين هم کال وړاندې ويلي و، چې تر۲۰۱۵ كال پورې به د پوهنې وزارت ۱۰۴ زره نورو ښوونكو ته اړتيا ولري.

د افغان دولت له لوري ښوونكو ته د كور لپاره د ځمكو د وېش لړۍ (كه څه هم چې لاتراوسه په كندهاركي نه ده بشپړه سوي ) چې په دې لړ كې يې ۱۱۰۰ ښوونكو ته په كابل كې د كور لپاره نومرې ووېشل شوې او د پوهنې د وزير د وينا له چې دا لړۍ به په همدې ډول د هېواد ټولو ښوونكو ته غزېږي د خوښۍ خبرې دي خو ښوونكي له نورو ډېر ستونزو سره لكه امنيت، د معاش لږوالى او نورو سره مخ دي.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در چهارشنبه 1388/07/22  |
 مخدره مواد

د تاریاکو د تولید کمښت او په مخدراتو د روږدو کسانو زیاتوب

ليکوال : فرزان 

افغانستان د داسي یوه هیواد نوم دی چې کله هم دمخدره توکو د کر اوکاروبارخبره کیږي نوپیل یي په همدي نامه وي.

په دغه هیواد کې په سلوكي له ۱۴تنوڅخه زيات كروندګرد مخدره توكوپه كربوخت دي ، يولك كسان یي د قاچاق اوخپراوي له لاري پيسي ګټي او۴۰په سلوكي ټوليزاقتصاد دمخدره توكوله توليداوقاچاق سره تړلي دي .

له دی سره سره چې په کولمبیا، کوستاریکا اوټایلنډ کی هم په لوړه کچه مخدره توکي تولیدیږي خو د ملګروملتونو د ارقاموله مخې دنړۍ په سلوکی ــــ مخدرات افغانستان تولیدوي، او ددي هیواد جنوب په ځانګړي توګه هلمند دکوکنارو د تولید سترمرکزګڼل کیږي چیري چې تراتوزرو زیات انګلیسي او ګڼ شمیرامریکایي سرتیري میشت دي.


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در چهارشنبه 1388/07/22  |
 نوی کال نوې هيلې

نوی کال ، اونوې هیلې

په ۱۳۸۷لمریزکال کي دښووني اوروزني بهیرلوړی ژوري

احمد(فرزان)

Farzan_ltf@yahoo.com

+797248370

۱۳۸۷لمریزکال پایته ورسید اود ۸۸یم  په رانوي کیدوسره داوسني نظام له پیله د پیل سوي ښوونیزبهیر۸ښوونیزکال هم نوی سو.

افغان زدکونکې داسي مهال یوبل ښوونیزکال پیلوي چې  دهیوادپه ډیرولیري پرتوسیموکې ګڼ ښوونځی ناامنیوتړلي ، ډیری ماشومان له زدکړيزبهیره پاته دی اودډیروښونځیولپاره دودانیونشتوالی ، دمسلكي ښوونكوكمښت ، ددرسي توكولږوالى ،وروسته پاته تدريسي ميتوداوددرسي كتابونوپه تدوين اوچاپ كي زياتي تيروتني اوناسم ويش نیمه روان ښونیربهیرټکنی کړی .


ادامه مطلب
|+| نوشته شده توسط احمد فرزان در شنبه 1388/01/22  |
 
 
 
بالا