امريكا+اوباما+ د نوبل دسولي جايزه_ جنګ = صفر
احمد (فرزان)
له تمي خلاف د ۲۰۰۹ كال د نوبل دسولي جايزه ،۴۴ امريكايي ولسمشرافریقاء ی الاصله تورپوستی ۴۷کلن باراک حسين اوباما (barrack Hussein Obama) ته وركړل سوه ، هغه چې څومياشتي كيږي د چينج په شعارسره يي د ډبلیوبوش په مشرۍ د جمهوري غوښتونکو دولسمشرۍ دوې پرلپسې دورې پایته ورسولي .
اوباما چې په امریکادننه یې دطبقاتي تساوی ، بشري خواخوږۍ اومثبت بدلون شعارله ځان سره ګرځوي ځکه دامریکا اونړۍ په کچه دپراخ محبوبیت وړوګرځید چې د بوش حکومت ته یې دپای ټکی کښیښود ، هغه بوش چې دامریکا ترټولوناخوښه ولسمشر، جګړه مار او غاصب ګڼل کیده.
بوش دخپل حکومت پرمهال پرعراق بریدوکړ، اوه نیم ملیون عراقيان يې مړه ، ټپی اوکډوال کړل ، په افغانستان اوسیمه کي یې دتروریزم سره دناانډولې ، نامناسبې اوناپایه مبارزې په نوم پراخه جګړه پیل کړه ، پرشمالي کوریا، ایران، سوریې اوفلسطیني حماس یې اقتصادی بندیزونه پراخ کړل اودمنځني ختیځ په کشاله کي یې دبشردښمنه اسرائیلومرستي ته ملاوتړل اوداټول هغه څه وچې په نړۍ کي یې امریکادیوه یرغلګر، بدمعاش اوتیري کوونکې هیوادپه توګه معرفي کړل.
دمعلم نړيواله ورځ ، دافغان ښوونكووضعيت او دزده كړي اړتيا
احمد (فرزان)
دميزان (تلې) ۱۳ د معلم نړيواله ورځ ده چې له څو كلونو راهيسې د نورې نړۍ تر څنګ زموږ په هېواد كې هم لمانځل كېږي.
افغان ښوونكي داسي مهال د ښوونكو سږنۍ نړيواله ورځ نمانځي چې لا هم له ډېرو ستونزو او ځورونو سره مخ دي.
كه څه هم چې اوس د ټول هېواد په كچه له څه باندې۱۵۰ زرو تنو ښوونكو څخه يې يوازې۶۰ زره تنو دوولسم ټولګى ويلى او پاتې نورو يې لا د بكلوريا تر كچې زده كړې نه دي كړې خو چارواكي وايي د ښوونكو د ستونزو د اواري تر څنګ به يې شمېر هم لوړ كړي.
يونسكو وايي، ټاکلې ده تر۲۰۱۰ كال پورې به په افغانستان كې د زده كوونكو شمېره لس ميليونو ته لوړه شي، د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ استازي اډوارډ اډرين هم کال وړاندې ويلي و، چې تر۲۰۱۵ كال پورې به د پوهنې وزارت ۱۰۴ زره نورو ښوونكو ته اړتيا ولري.
د افغان دولت له لوري ښوونكو ته د كور لپاره د ځمكو د وېش لړۍ (كه څه هم چې لاتراوسه په كندهاركي نه ده بشپړه سوي ) چې په دې لړ كې يې ۱۱۰۰ ښوونكو ته په كابل كې د كور لپاره نومرې ووېشل شوې او د پوهنې د وزير د وينا له چې دا لړۍ به په همدې ډول د هېواد ټولو ښوونكو ته غزېږي د خوښۍ خبرې دي خو ښوونكي له نورو ډېر ستونزو سره لكه امنيت، د معاش لږوالى او نورو سره مخ دي.
د تاریاکو د تولید کمښت او په مخدراتو د روږدو کسانو زیاتوب
ليکوال : فرزان
افغانستان د داسي یوه هیواد نوم دی چې کله هم دمخدره توکو د کر اوکاروبارخبره کیږي نوپیل یي په همدي نامه وي.
په دغه هیواد کې په سلوكي له ۱۴تنوڅخه زيات كروندګرد مخدره توكوپه كربوخت دي ، يولك كسان یي د قاچاق اوخپراوي له لاري پيسي ګټي او۴۰په سلوكي ټوليزاقتصاد دمخدره توكوله توليداوقاچاق سره تړلي دي .
له دی سره سره چې په کولمبیا، کوستاریکا اوټایلنډ کی هم په لوړه کچه مخدره توکي تولیدیږي خو د ملګروملتونو د ارقاموله مخې دنړۍ په سلوکی ــــ مخدرات افغانستان تولیدوي، او ددي هیواد جنوب په ځانګړي توګه هلمند دکوکنارو د تولید سترمرکزګڼل کیږي چیري چې تراتوزرو زیات انګلیسي او ګڼ شمیرامریکایي سرتیري میشت دي.
نوی کال ، اونوې هیلې
په ۱۳۸۷لمریزکال کي دښووني اوروزني بهیرلوړی ژوري
احمد(فرزان)
+797248370
۱۳۸۷لمریزکال پایته ورسید اود ۸۸یم په رانوي کیدوسره داوسني نظام له پیله د پیل سوي ښوونیزبهیر۸ښوونیزکال هم نوی سو.
افغان زدکونکې داسي مهال یوبل ښوونیزکال پیلوي چې دهیوادپه ډیرولیري پرتوسیموکې ګڼ ښوونځی ناامنیوتړلي ، ډیری ماشومان له زدکړيزبهیره پاته دی اودډیروښونځیولپاره دودانیونشتوالی ، دمسلكي ښوونكوكمښت ، ددرسي توكولږوالى ،وروسته پاته تدريسي ميتوداوددرسي كتابونوپه تدوين اوچاپ كي زياتي تيروتني اوناسم ويش نیمه روان ښونیربهیرټکنی کړی .
په سویل لویدیځه حوزه دټولټاکنودخپلواک کمیسیون چارواکي وایي چې سلګونوطالب وسلوالوپه ټولټاکنوکي دګډون کارټونه اخیستي دي ، دنوم لیکني چارواکي داچاره دنوم لیکني دپروسي دملي والي ثبوت ګڼي اوداسي انګیري چې ګواکي دطالبانوپه لیکوکي ټیټ پوړي کسان راتلونکوټولټاکنوته دمشروعیت په سترګه ګوري.
طالبان چې لاله وړاندي یي په افغانستان کي موجودنظام دبهرنیولاسپوڅی ګڼلی اوپه وړاندي یی جهاداعلان کړی دهغوي یوشمیرپخواني مشران چې دډيروپه باوراوس هم ورسره اړیکي لري په کابل کي ناست دي .
دطالب امارت پخوانی دبهرنیوچاروزیروکیل احمد متوکل، په پاکستان کي دهغوي سفیرعبدالسلام ضعیف اوپه متحدوایالاتوکي دطالبانوپخوانی نارسمي سفیرعبدالحکیم مجاهد هغه کسان دي چې ظاهراغلي دي اودحکومت ترچترلاندی ژوندکوي خوپه فکراونظرکي دطالب جنګیالیوسیاسي رهبران ګڼل کیږی .
واړه ماشومان اوملاماتونکي ستونزې
احمد (فرزان)
نارسمي شمیرې ښیې چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ملیونه ماشومان ژوندکوي چې دټول نفوس دریمه برخه جوړوي اوډیری یې دبی وزلۍ ، وروسته پاته فرهنګ اوجنګ جګړو له امله له خپلوحقونوڅخه بی برخي دي.
افغانستان يو له هغو بی وزله هیوادونو څخه دى چې د بيلابېلو لاملونو له کبله يې گڼ ماشومان له داسې ډېرو ستونزو سره لاس او گرېوان دي چې د ناوړه گټې اخستنې مانا لري.
په کوچنيو عمرونو کې د نجونو او هلکانو ودول، جنسي تېري، بې سرپرستي،تعلیم اوتربیې ته یی نه لاسرسی ، درانه کارونه او د امنيت له پلوه نه خونديتوب هغه څه دی چې زرګونه ماشومان ورڅخه زوریږی.
هغه آش هغه کاسه
احمد (فرزان) کابل
افریقاء ی الاصله تورپوستی ۴۷کلن اوباما په داسي حال کي دشاوخوا دوه ملیونوکسانو دچک چکوپه بدرګه په رسمي توګه سپیني ماڼۍ ته ننوت چې دجورج ډبلیوبوش په مشرۍ جمهوري غوښتونکو دولسمشرۍ دوې پرلپسې دورې پایته ورسیدې .
د ايلينوی ايالت ځوان سناتور او د ډيموکرات ګوند غړی باراک حسين اوباما (Barack Hussein Obama II) دامریکا ولسمشرۍ ته له ټاکل شويو ٢٧٠ رايو څخه ٣٤٩ رایوپه خپلولوسره چې له هغه سره دامریکادخلګودپراخ ملاتړڅرګندویي کوي ددې هیواد ۴۴ ولسمشرسو.
اوباما چې په امریکادننه یې دطبقاتي تساوی ، بشري خواخوږۍ اومثبت بدلون شعارله ځان سره ګرځاوه
دمواخات (ورورولۍ)قانون
داسلام سپيڅلي دين دهمهغه پيل نه انسانانوته دورورولۍاويوبل سره دمينه كولواومرسته كولوذهنيت وركړي فرمايي :((انماالمؤمنون اخوة فاصلحوابين اخويكم واتقواالله لعلكم ترحمون ))الحجرات ۱۰:۴۹
ژباړه: دشك پرته مؤمنان يوبل سره وروڼه دي ،تاسودخپلووروڼوترمنځ سوله كوئ اودالله نه وويريږي ښايي درباندي به رحم وشي .
اواسلام مؤمنانوته داقانون هم كيښوده چي مؤمنان به يوبل سره پرغوره كارونومرسته كوي اويودبل لاسنيوي به كوي ،فرماي:((وتعاونوا علي البروالتقوي))
ژباړه : يوبل سره پرښيګڼه اوتقوي مرسته كوئ .
کابل یې بیاناارامه وښود
فرزان
نن سهار شاوخوا لس بجې مهال د وزير اکبرخان مېنې په 13 سړک کې د جرمني سفارت ته مخامخ ''ځانمرګی بريد'' وسو چې د دووامریکایی پوځیانوپه ګډون پکښی ۵تنه افغان ولسي وګړي ووژل سول اوترشلوزیات نورټپیان سول.
ويل کېږي چې دبریدډیری قربانیان عام ولسي وګړي دي ، ځينې يې کراچۍ چلوونکي ، ځینې یي د کابل ښار د ښاروالۍ کاریګراویوشمیرنوریې بیاعادی لارویان دي.
تر دې وړاندې د تېر نومبر پر دېرشمه هم د کابل ښار په جنوب کې د حبيبيې لېسې ته څېرمه يو ځانمرګي بريد کوونکي، چې پر خپل بايسکل پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي ول، دوه دښاروالۍ کاریګروژلی او درې نور يې ټپيان کړي و .
۲۰۰۸کال دطالب رژیم ترنسکوریدو وروسته ترټولوخونړی کال
احمد فرزان / کابل
نن د۲۰۰۹ میلادي کال لومړۍ نیټه ده، دغه کال داسي مهال رادبره کیږی چې تیر۲۰۰۸کال دافغانستان لپاره دطالب واکمنۍ ترراپورځیدو وروسته ترټولوخونړی کال ګڼل سوی دی .
هغه ارقام چې دحکومتي اوخپلواکواداروله لوری خپاره سوي ښیي چې د۲۰۰۸کال په بهیرکي دملکي وګړو، کومتي اوبهرنیوځواکونو مرګ ژوبله دتیروکلونوپه پرتله څوبرابره زیاته سوې ده .
په تیر۲۰۰۸کال کي درسمي شمیروله مخي تردري سوه زیات بهرني عسکر په افغانستان وژل سوي دي چې دتیروکلونوسره یی په پرتله په مراتبوډیرګڼل کیږی .